Wednesday, May 30, 2012

د بیوزلۍ د له منځه وړلو او د ټولنې د پیاوړتیا میکانیزم


لیکنه: پوهنوال ډاکټرغلام محمد بهرام د کابل پوهنتون د کرنې پوهنځی د کرنیز اقتصاد او پراختیا د څانګې استاد


سریزه:

بیوزلي دټولنې ستره بدبختي ده اوناوړه پایلې لري. بیوزلي داسلامي ار شاداتوله پلوه یوه شومه پدیده بلل کیږي او انساني کرامت ته سترګواښ دی لدې امله  دبیوزلۍ له منځه وړل چې انسان له هره پلوه مصؤنیت حس کړې اودژوند نورمال شرایط ورته برابروي، دانساني کرامت په خوندیتوب کې دټولنې غوره دنده بلل کیږي.. داوسنیوعلوموپه درشل کې معلومیږي ،چې بیوزلي دوګړواوټولنې دننه ظرفیتونوپه درابرسیره کولوپه وړاندې خنډونه منځ ته راوړي اوپه دې توګه وګړي  نشې کولای خپلې نیمګرتیاوې اوربړونه په خپله سمبال کړي، داپه حقیقت کې انساني کرامت ترپښولاندې کوي اوپه انسانانواوټولنه کې غیرفعال حالت، ځان ځاني، بې خبري اوهرډول کمزورتیاوې منځ ته راوړي. دبیوزلو وګړودننه ظرفیتونوپه نظرکې نیولوسره، چې بایدوده وکړي اوپه دې توګه سره دربړونودحل په لاره کې ستره اړتیاده. پدې برخه کې  دټولنې څخه دباندې مرستې لاس ته راوړل چې دټولنې دشرایطوسره سمون ولري کیدای شي، چې دبیوزلۍ په له منځه وړلوکې پوره مرسته وکړي. خو دبې وزلۍ له منځه وړل په خپله بې وزلوخلکوپه پیاوړتیاپوری اړه لري (۱).




دبیوزلۍ ماهیت:
داجوته ده، چې بیوزلي دماهیت له مخې چې ناوړه اقتصادي، ښوونیزاوروزنیز،رواني، روغتیایي، ټولنیزاومعیشتي بڼه لري او دنړۍ په هرګوټ کې په کمه یازیاته پیمانه لیدل کیږي هغه هڅې، چې ددولتونه اومؤسساتوله خواکیږي نه یوازې  بیوزلي ئې له منځه وړې بلکې مخ په زیاتېدو هم ده. همدااوس زمونږبه هیوادکې سره له دې چې دولتي تأسیسات اونهادونه، خصوصي پانګه اچونه، بانکونه، پوهنتونونه ،ښوونځۍ، تعلیمي مؤسسې او شرکتونه دزیاتېدوپه حال کې دي خوبیوزلي اوغربت  مخ په کمېدوکې نه دی له بله پلوه دټولنې لږه کۍ لانورهم دبډائی کیدو په لوراوچت ګامونه پورته کوي اودټولنې ډیره کۍ په اوسني حالت کې ورسره سیالي نشي کولای. بډایه لږه کۍ دتولیداوخدماتوهرډول تکنالوژي، پولي سرچینې اووسایل  په واک کې لري اوددې وس لرې چې نوره ئې هم زیاته کړي خودبیوزلۍ دله منځه وړلو اوکمولوپه برخه کې یې هڅي کمې اواغیزناکې ندي دټولنې دابهیردبیوزلواوبډایانوترمینځ واټن زیاتوي اودټولنې په اقتصادي، ټولنیزاوسیاسي برخوکې دبې عدالتۍ او  بی ثباتۍ لامل ګرځي چې په پای کې امنیتي، اقتصادي اوسیاسي ثبات له منځه وړي  اوټولنه دداسې کړکیچونوسره مخامخ کوي چې بسیاکول به یې ګران وي(۲،۳)

دبیوزلۍ عوامل :غوره پوښتنه داده ،چې تراوسه پورې دهیواددسیاسي اواقتصادي تاریخ په اوږدوکې، چې څه شوي اوپه اوسني سیاسي اواقتصادي جریان کې، چې څه کیږي دبیوزلۍ په  کمولواوله منځه وړلو کې یې اغیزناک رول لوبولی اوکه نه؟ دعیني شواهدوپه بنسټ داسې معلومیږي چې سره له دې چې په ښوونه اوروزنه، رغتیایي خدماتو، په تولید اوخدماتي ساحواوزیربنایي پروژوکې پانګه اچونه مخ په زیاتېدوده ، مارکیټونه هم دمحصولاتو له پلوه ډک اوډول ډول چینلونه لري خودبیوزلوخلکوورته لاس نه رسیږي، بیوزله خلک وږي، بی سواده، ناروغه، بې کوره اوپه ناوړه شرایطوکې ژوندکوي. شتمن خلک چې دټولنې لږه کۍ جوړوي په خپلوکارونوکې لګیادي اوخپله ټوله پیاوړتیااوانرژي دخپلوګټوپه لازیاتېدوکې په کاراچوي اوځینې داسې بډایان شته چې دبیوزلوخلکوسره دمرستې احساس نه لري. همدارنګه صدقه، خیرات، اوذکات چې دبیوزلۍ په له منځه وړلواوکمولو کې پوره رول لري څنګه چې لازمه ده دبیوزلۍ په کمولوکې ترې اغیزمنه ګټه نده پورته شوې . ځینی داسی شتمن خلک هم شته چې په دې برخه کې هیڅ اویاډیره کمه برخه اخلي(۳).
غیردولتي موسسات دمرسته کوونکوڅخه دفنډیامالي مرستوپه ترلاسه کولوکې په زړه پورې اوحتاستندردپروپوزلونه جوړوي اوخپل تیرکارونه مثبت وړاندې کوي اوسره له دې چې غیرانتفاعي بلل کیږي، خوپه حقیقت کې سوداګریزاړخ لري  اوله مالي مرستې څخه شخصي ګټه لاسته راوړي، نوځکه هم دپروژودموخوپه سرته رسولوکې پاته راځي، سره له دې چې زمونږپه هیوادکې په زرګونه غیردولتي موسسات فعالیت کوي، خودبیوزلۍ په کمولواوله منځه وړلوکې دومره لاس ته راوړنې نه لري.
دنړۍ اوافغانستان په کچه داسې معلومیږي چې دبیوزلوخلکودشرایطو څخه دباندې کومې هڅې چې شوې اوکیږي دبیوزلۍ په کمولواوله منځه وړلوکې اغیزمنې  ندي، هغه مرستې چې ورسره کیږي هغه کمې اواغیزناکې ندي تمامې شوې، نوځکه بیوزلو خلکو داقتصادي، سیاسي، فرهنګي اوټولنیزژوندله پلوه کمزوي دي دځان ځاني ژوند، فکراوعمل کوي. له مالي اتکااوټولنیزیووالي څخه بې برخې دي. هغه څه ناڅه مرستې چې دبیوزلوخلکوپه نوم کیږي دهغې څخه نه یوازې دپروژوپه سطحه ناوړه ګټه پورته کیږي، بلکې په ټولنه کې  ځینې وس لرونکي کسان هم هڅه کوي چې دبیوزلوخلکوسره دمرستې څخه دځان په ګټه کارواخلی اوپه دې توګه سره حق حقدارته نه رسیږي(۱۱).
ډیرکم بې وزله خلک دکم ملکیت خاوندان دي اوهغه  طبیعي زیرمې چې په اختیار کې لري ددوی دعلمي سوئې دټیټوالي اودمناسبې تکنالوژۍڅخه دنه ګټې اخیستوله کبله ډیرټیټ مؤلدیت لري نوځکه بیوزله خلک د"وخوره اومه مره "په حالت کې ژوندکوي. دوی په عمومي ډول سره ځان ځاني اومحافظه کاره ژوندلري. ځینې کلتوري او ټولنیزخنډونه، بیسوادي، لوږه، ناروغي اودژوندنور ناوړه شرایط دبیوزلوخلکوپه برخه دي. دوی په غیرصحي شرایطوکې ژوندکوي، شاقه اوکم عایده کارونه کوي اوهم ډیروخت بې کاره وي چې دبیوزلۍ د لازیاتوالي  سبب ګرځي(۸).


دبیوزلۍ دله منځه وړلومیکانیزم:دبیوزلۍ اوغربت ماهیت اواغیزې په هره ټولنه کې څرګندحقیقت دی اوترې سترګې نشي پټيدای. دلته داپوښتنه رامینځ ته کیږي چې هغه پروسه اوچلندچې دمختلفومؤسسوله خوادبیوزلۍ دله منځه وړلواودټولنې دپیاوړتیالپاره سرته رسول شوي دي په راتلونکې کې تکرارشي اوکه کومه بله لارولټول شې؟ بله پوښتنه داده چې آیادبيوزلوخلکوڅخه دباندې نهادونه اوموسسات یاپه خپله بیوزلي خلک او یاپه ګډه سره دبیوزلۍ په له منځه وړلوکې مثبت رول لوبولی شي؟
ددې پوښتنوپه ځواب کې به داښه وي چې یوځغلنده نظردپراختیامفهوم ته وشي، ترڅوولیدل شي چې څومره له پراختیاځخه په واقعي ډول کاراخستل شویدي. پراختیاپه غوڅه توګه دخلکودظرفیتونولوړولواوورته دکاري فرصتونوبرابرولوپروسه ده. پراختیاپه عمومی ډول سره اقتصادي ، ټولنیز، کلتوري، سیاسي، روغتیایي، تربیتي، چاپیریالي، تخنیکي، تنظیمی، اونهادی اړخونوپیاوړتیاده چې داټول په ګډه یوبل سره متقابلي اوحمایوي اړیکي لري او دپلان شووپروګرامونوپه پلي کولوسره ټولنه ومطلوب لوري اومطلوب حالت ته رسوي. په دې ډول پراختیائي پروسه کې دپروګرامونوملکیت خلک په خپله غاړه لري اوددوي دظرفیتونودلوړولوسره جوخت په خپلونهادونوکې دپریکړونیولو، دپروګرامونودپه پلي کولواوکنترول صلاحیتونه اومسؤلیتونه په غاړه اخلي ترڅوخلک وکولای شي دژوندکچه اوکیفیت لوړکړي. داډول پراختیابه داوم لرونکي وی چې ددې په ترڅ کې به په ټولنه کې دعدالت ، اقتصادي، سیاسي اوټولنیزثبات اوامنیت سبب وګرځي اوټول خلک به دهوساژوندخاوندان شي(۹،۷).
دداسې پراختیاپه لور له یوې خواداقتصادي عام المنفعه پراختیائي پروژوطرحه اوپه کاراچونه د بیوزلوخلکوپه ګډون داسې وي چې دپانګې دتراکم مخه ونیسی همدارنګه دمخ په زیاتیدومالیې Progressive tax وضع کول ددوراني کریدیت په کاراچول اودځمکواصلاحات چې په دې برخه کې ستره مرسته کوي اوله بله پلوه بیوزلي خلک په کلیواوبانډوکې په داسې ډول تنظیم اوسازماندهي شي چې دځان ځانۍ مخه ونیسي اودسازمان شویواتحادیو په چوکاټ کې اقتصادي اوټولنیزې چارې پرمخ بوځي. دوی په اتحادیو کې کاري اړیکې ولري اوداتحادیو په درشل کې تولیدي اوخدماتي چارې په خپله مخ ته بوځي(۱۱۱،۴).
 په دې برخه کې بایدوویل شي، چې دپانګې تراکم دټولنې په لږه کۍ پورې اړه لري اوهم دبیوزلوخلکو ځان ځاني ژونداوهراړخیزه کمزورتیاهغه غوره عوامل دي چې دبیوزلۍ سبب ګرځي. طبیعي ده چې دپانګې تراکم اودبیوزلۍ زیاتوالی  اقتصادي اوسیاسي خلا او په پایله کې په ټولنه کې بې عدالتي، بې ثباتې اوبې امنیتي منځ ته راوړي(۱۰)
خوبيوزله وګړي زمونږ په ټولنه کې ډیره کۍ او په حقیقت کې هغه سترپټ قوت دی چې بایدپه سازمانونو اواتحادیو کې رابرسیره او په خپل قوت اوپیاوړتیاسره بیوزلي له منځه یوسي. په دې مانا چې بیوزلي دبيوزلوخلکوڅخه دباندې هڅوسره چې په زیاتیدوکې ده بیله دبیوزلوخلکودسازمان ورکولواوددوی دهڅودتنظیم کولواوپیاوړتيا پرته امکان نلري. خودلته بیاغوره پوښتنه داده چې څنګه بيوزله خلک تنظیم اوبیوزلي له منځه یوړل شي؟  ددې پوښتنوپه ځواب کې بایدوویل شې چې دهغوتجربوله مخې چې په ځینوپراختیائې هیوادونواوپه کوچنۍ سطحه زمونږپه ځینوولایتونوکې ترلاس لاندې دي دبيوزلۍ دله منځه وړلولپاره دوې غوره غوښتنې وړاندې کوی چې یوه ئې دبې وزلوخلکومالي اتکا    Financial Reliance)  Self) اوبله ئې دبې وزلوخلکویووالی( Social Coherence) دی. دغه دواړه غوښتنې یوله بل سره متقابلی اوحمایوي اړیکې لري اودیوبل دپیاوړتیالامل ګرځي. په دې توګه سره بيوزله خلک ټولنیز، اقتصادي اوپه پایله کې سیاسي قدرت پیداکوي. ددغوغوښتنودلاس ته دراوړلوپه لړکې بیوزله خلک په پراخه توګه یوځای کیږي اوپراختیائی پروژې په عامه سطحه اوددوی په مستقیم ګډون سره طرحه اوباید په کار اچول کیږي.
هرهغه هڅې اوپروژې چې ددولت اویاکومی بلی سرچینې څخه کیږي اوپرمخ بیول کیږي دبیوزلوخلکونیغ په  نیغه ګډون په هغوکې  شرط اوبی وزله خلک په دې برخه کې  بایددپریکړې نیولو، کنترول، شفافیت،حساب ورکوونې، دپروژونظارت، تطبیق اوارزونې صلاحیتونه اومسؤلیتونه ولري. ددې حالت دتحقق اوبسیاکولولپاره لاندیني اساسات دپراختیائي پروژوپه ترڅ کې په ګوته کیږي:(۷،۲).
1) بی وزله خلک بایددکارعاملین وي یعنې خلک په خپله دځان لپاره کاروکړي نه چې نورئې ورته اجراکړي؛
2) بیوزله خلک دهرکاراودهرې پروژې منجمنت په خپله غاړه واخلي یعنې بې وزله خلک په خپله منجران وي؛
3) دبیوزلوخلکودظرفیتونودلوړولولپاره ددولتي اونورومؤسساتوله خوا په دوام داره توګه باقاعده زده کړي پرمخ یوړل شي. بې وزله خلک داغیزمنودندودترسره کولو لپاره پرله پسې زده کړوته اړتیالري.
4) بې وزلې خلک باید دپروژواوپراګرامونوملکیت په خپله غاړه واخلې. یعنې پراختیایي پروژې بې زولوخلکو ته ورکړل شي نه غیردولتی مؤسساتوته، خلک بایدپروژې په خپله طرحه، تطبیق اووارزوې.
5) دپراختیایي پروژوسمبالول، دټولنې پیاوړتیاپه خپله بې وزلوخلکوپورې اړه لرې اودادټولنې د پیاوړتیاارزوول شوی منجمنت دي چې په هندوستان کې سترې بریاوې لرې اوزمونږدکلیوسره سمون لري اوددې مضمون لیکونکی هم په دې برخه کې تجربه لري، په دې ډول سره ددې منجمنت په نظرکې نیولواوپلي کولوسره دټولنیزژوند واقعي شرایط دسولې په رڼاکې دخلکوپه مستقیم ګدون سره منځ ته راځي. داهم بایدذکرشي چې دمادي شرایطورغونه اوبسیاکولوسره سوله دهروګړي په تقوا اودوګړی څخه باندینۍ سوله دشریعت په رعایت کې صورت نیسي چې پدی برخه کی اسلامي عقیده دمعنوي اومادي شرایطو دبرابرولولپاره پوره رول لوبوي اودټولنې دمعنوي اومادي ژونددجوړښت اوښه کولوپه لړکې یوډیرروښانه اصل دي(۵).
د پورته معلوماتوپه رڼاکې داسې معلومیږي چی بې وزله خلک په خپلو تنظیم شووهڅوسره دبی وزلۍ په له منځه وړولواودټولنې د پیاوړتیاپه لړکې بایدخپل مسؤلیتونه ترسره کړې، داځکه چې تل پاته سوله اودژوندښه شرایط دټولنې دننه خوځنتوب اوسازمان ورکولوپورې اړه لري اودټولنې له باندې څخه نه راواردیږی، نوځکه هم بایدټولنیزخوځنتوب اوپراختیادټولنې داوسنیوشرایطوپه بنسټ صورت ونیسی اوپه دې لړکې دولت، مؤسسات اونهادونه ملاتړی رول لوبوي.  ددې ډول ټولنیزخوځنتوب اوپراختیا، چې دټولنې دسطحې له لارې (Social Grass Root Approach  )  یعنې له ښکته څخه پورته په عمودي توګه اصولو باندې پیل کیږي،په دې کې  مادي اومعنوي شتمنۍ دټولنې هرغړی احساس کوي اوترې مستقیمه ګټه پورته کوي. یعنې دکوچنیوپروژو په ترڅ کې عایداوټولنیزیووالی سراوصورت نیسې اوداپه حقیقت کې یوه جوته اومحسوسه ګټه ده چې ورځ په ورځ په زیاتیدوکې وي.
له بله پلوه لیدل کیږې چې سیاسي ګوندونه دخلکو دسازماندهی په توګه سیاسي اواقتصادي هاندهم لري چې بی وزلی له منځه یوسی اوټولنه آسوده ژوندولري. خوسیاسي ګوندونه هڅه کوي چې دحکومت کولوله لارې خلکوته دخدمت کولوپه لړکې بی وزلي هم له منځه یوسي چې دالړۍ دنړۍ اوهم زموږد ټولنې په سطحه دبې وزلۍ په له منځه وړلواودټولنې پیاوړتیاپه لاره کې دومره لاس ته راوړنې نلرې نوځکه بې وزلې ورځ په ورځ زیاتیږي.
په داسې عیني شرایطو په کتوکې هغه غوره لاره چې خلکو ته په تیره بیا بزګرانو  او کسبه کارانوته وجودلری هغه دوی ته  د مادي اړخ په بنا سازمان ورکول دي. دلته باید روښانه شي چې سیاسي ګوندونه د اندیشې یا یوې مفکورې له مخې چې مادي شتون نلري غواړي دغړو جلب او جذب لپاره اوهم ټولنې ته خدمت وکړی، شاید ځینې سیاسي ګوندونه وي چې د بې وزلۍ په له منځه وړلو کې ځانګړیې برنامې ولري خو په حقیقت کې د بې وزلۍ  له منځه وړل د تجربو او تاریخي کړو وړو له مخې  په خپله بې وزلو خلکو پورې اړه لري او سیاسي ګوند کولای شي د بې وزلوخلکو سره د بې وزلۍ په له منځه  وړلو کې دسیاسي برنامو په ذریعه ځینې مرستې وکړي.
ددې حالت او شرایطو په پام کې نیولو سره دا په ډاګه کیږي چې خلک او په تیره بیا بزګران اوکسبه کاران باید دمادي ګټو اومحصولاتو له مخې په جغرافیایي واحدونو لکه کلی، څو کلي چې یو ځای ګټې لري،ولسوالي، ولایت اودهیواد په سطحه په سازمانونویعنې اتحادیوکې تنظیم شي .بې وزلي خلک دتولید له مخې په اتحا دیو او  مارکیت کې د افقي او عمودي اړیکو په لرلو سره ځانګړې کوچنۍ پروژې جوړوي ترڅو یو د بل سره په تولید او مارکیټ کې مرسته وکړي. په اتحادیو کې تولیدي فعالیتونه ځانګړې وي یعنې د اتحادیې هر غړی به  د خپل تولید  مسؤلیت لري خو د مارکیټ چارې به یې یو ځای وي ترڅو  په ګډ ه سره د مارکیټ سیالۍ څخه په بریالیتوب سره ووزي. دا په دې مانا چې ځانګړی تولیدونکي دومره وړتیا نه لري چې مارکیټ ته په خپله  ګټه محصولات عر ضه کړي اویا له مارکیټ څخه دتولید اړین شیان وپیري خو تولیدونکي چې په اتحادیو کې یو ځای کیږي ددوی د چنه وهلو پیاوړتیا ددې سبب کیږي چې په مناسبه بیه خپل محصولات خرڅ  او یا له مارکیټ څخه لازم شیان په ښه بیه رانیسي (۱۱).
 داڅرګنده  ده چې   بې وزلي خلک په اتحادیوکې یوبل ښه پیژني اویوپربل باندې باورلري.  دوی دمحلي شرایطو سره ښه بلد دي. ددوی په اتحادیوکې اقتصادي، ټولنیزاوحتاسیاسي ګټې احساس کوي اوپه دې توګه پوهیږي چې څنګه خپلې تولیدي اومارکیټي ګټې ترلاسه کړي. بیوزلي خلک چې په اتحادیوکې یوځای کیږي یوله بل سره دومره په اقتصادي اوټولنیزواړخوکې توپیرنلري اویومتجانس ګروپ جوړوي نوځکه هم پریکړې درایوپه اتفاق کیږي کسب کاران اوبزګران په اتحادیوکې سره یوځای کیدل په هره سطحه سترقوت دی. دکرنې په سکتورکې دداسې اتحادیو دجوړولولپاره ډیرظرفیتونه موجوددي چې داتحادیو د تولیدونکواوهم دعاموخلکوپه ګټه به  کارکیږی اودیوه عادلانه اقتصادي نظام لپاره به لاره پرانیزي، دانحصاراواحتکارمخه به و نیسي اودعرضې اوتقاضادقانون په بنسټ متجانس مارکیټونه منځ ته راځي اومارکیټ شفافیت پیداکوي(۱۱).
دپورتنیومطالبوپه تائیداوټینګارسره بایدوویل شې چې افغانستان یوکرنیزهیواددی، داپه دې مانا چې دپراخوځمکو، داوبوزیرمو، دبوټو او څارویو جرمپلازمونو(Germplasms)، دچاپیریالي شرایطواوزیارکښوبزګرانوپه نظرکې نیولوسره ډیرزیات امکان شته چې زموږهیوادبه د دې سیمې په مارکیټ کې پوره سیالي وکړي اوپه دې توګه سره به لوږه اوبې وزلي له منځه لاړه شي.اوس اوس زموږپه ځینوولایتوکې لکه پروان، ننګرهار، لغمان، کنړ،هلمند، مزارشریف، هرات اوداسې نوروکې دکرنیزوتخمونواتحادئې موجودې دي چې په مستقل ډول سره کرنیزتخمونه په محل کې تولیدوي او ډیراقتصادي تمامیږي.  ځکه چې له یوې خواتخمونه دمحلي شرایطوسره توافق لري اوله بله پلوه دبارجامې لګښت نلري اویاډیرکم دي. ډیرداسې شویدي چې تخمونه حتاپه کرونده کې وپلورل شي.
دکرنیزوتخمونوپه څنګ کې هغه  غوره اتحادیې له کلي څخه نیولې ترملي سطحې پورې کیدای شي دچرګانوروزلو، انارو، انګورو، مڼو. ناکو، زردالو. لبنیاتو. وزواوپسونوروزلو، غواګانوروزلواوداسې نورې اتحادیې سراسري یعنی ملي بڼه ولري. په پیل کې به اتحادئې دولسوالۍ په سطحه جوړیږي اوپکښې به دهرکلي بزګران  په خپله خوښه برخه اخلي دمارکیټ دستریدوپه صورت کې اتحادیه په افقي اوعمودي ډول سره وده کوي. یعنی دولسوالیواتحادیو په ولایت اوهمدارنګه دولایتونواتحادې دهیوادپه کچه اتحادیوبدلیږي اوپه دې توګه سره اتحادیه ملي بڼه غوره کوي لکه د افغانستان  دچرګانوروزلو، لبنیاتو. انارو. دکرنیزوتخمونوملي اتحادیې اوداسی نور.
بایدوویل شي چې دغه اتحادیې په ځانګړي ډول سره ټولې اړتیاوې نشی پوره کولاي. لکه څنګه چې مخکې ورته اشاره وشوه دهرې اتحادیې غوره لاس ته راوړنې ټولنیزیوالی اومالي اتکادي. څرنګه چې زموږبزګران اوکسبه کاران بې وزلي دي نوستونزمنه ده چې مالي اتکاپه خپله لاس ته راوړي نوځکه هم هغوی سره بایددکریدیت په ذریعه مرسته وشي، سوداګریزبانکونه اوځینې مرستندوئې مؤسسې شایددکریدیت په برخه کې مرستې وکړي خوداهڅې داتحادیو مالي اتکاپه راوستوکې پاته راغلي دي، داځکه چې له یوې خوادکریدیت ورکولوشرایط دکوچنیواوبې وزلوبزګرانوشرایط سره سمون نلري اوله بلې خواګټه اوسود یې زیات دی اوهم غیراسلامي بڼه لري .ددې ستونزواوربړونوپه نظرکې نیولوسره چې دسوداګریزوبانکونوسره دي، دکرنیزبانک جوړول چې په اتحادیو پورې اړه ولري يوډیرمهم دي دغه بانک به  داتحادیو مالي اتکااوهم یووالي په برخه کې یوستراواړین رول لوبوي. کرنیزبانک لکه چې په دې برخه کې یوه ځانګړې طرحه هم موجوده اوپخوادکرنې، اوبولګولواومالداری وزارت سره ددې مضمون دلیکونکي شریکه کړې ده کیدا شي دملي کریدیت اتحادیې  (National Credit Union)په نوم ونومول شي چې دابانک به د هرې اتحادئې داړتیاوړکریدیت ورکوي اواتحادیه په مناسبوشرایطوسره چې دبانک په مقرره کې ذکروي بانک ته خپل قسطونه اوګټه په ټاکلي وخت کې ورکوي . څرنګه چې دبزګرانو اقتصادي وضعه ښه نده نو په سلوکې لس ګټه به ملي کریدیت اتحادې ته اوپه سلوکې دوه خپلې اتحادیې ته ورکوي. ځانګړې اتحادئې هغه مجموعي کریدیت چې دملي کریدیت اتحادې څخه اخلي په خپلوغړوباندې دهرغړي دتوان په اندازه ویشي چې دالړۍ په خپله یوه دوراني لړۍ بلل کیږي داځکه چې دکریدیت ملي اتحادیه په بزګرانو پورې به اړه اوددوی ګډارګان به وي. ګټه چې دملي کریدیت اتحادئې ته ورکول کیږي سودنه بلل کیږي ځکه چې بانک په اتحادیوپورې اړه لري .
    دځانګړواتحادیواود کریدیت  دملي اتحادیې په جوړولوسره چې پکښې به کریدیت په دوراني ډول سره استعمالیږي داتحادیو مالي اتکااوټولنیزیووالی په برخه کې غوڅ رول لوبوي. په دې توګه دکرنې دبزګرانواقتصادي پراختیااوپه پایله کې دټولنې پیاوړتیاته دخلکوپه فعالې ونډې اخستوسره سالمه، شفافه اوحساب ورکوونکې لارپرانیستل کیږي. بایدیوځل بیاذکرشي چې مالي اتکااوټولنیزیووالی هغه سترې لاس ته راوړنې دي چې د بیوزلۍ په له منځه وړلواودټولنې دپیاوړتیا ، اقتصادي اوسیاسي استقلال لپاره یوازینۍ لاره بلل کیږي چې په خپله دخلکوپه آزادۍ اوهڅوسره منځ ته راځي اوددوام لرونکۍ پراختیا، عدالت اوسولې لپاره پوخ بنسټ برابروي.
ددې میکانیزم بل اړخ چې دغربت اوبې وزلۍ په له منځه وړلوکې پوره مرسته کوي هغه ددولتي سکتورپیاوړتياده ترڅوخصوصي ستکورسره په تولیدي اوخدماتي ساحوکې دنرخونودکنترول په برخه کې مثبته سیالي وکړي. دلسوکالوپه تجربه کې داثابته شوه چې خصوصي سکتورپه ځانګړی ډول سره نه شي کولای چې بېوزلي کمه اویائي له منځه یوسي. دجنسونواوخدماتونرخونه ورځ په ورځ زیاتیږی چې داهم دبېوزلۍ سترعامل بلل کیږي. دیادونې وړده چې دولتي سکتوردافغانستان په خلکوپورې اړه لري اوهغه کومې غوره ستونزې لکه اداري فساداوبروکراسي، دمقرراتوپه کاراچولواوکاراهل کارته په سپارلوسره له منځه ځي. دولت کولای شې دتولیداتواوخدماتواوهم دمقرراتوپربناخصوصي سکتورکنترول اودنرخونودجګوالې مخه ونیسي. داپه حقیقت کې یومختلط اقتصادي سیستم دی چې بایددبزګرانواوکسبه کارانوداتحادیواونوروخصوصی شرکتونولاره ده چې په خپله دخلکوپه اراده اوهڅوسره ترسره کیږی اوددوام لرونکي عدالت، پراختیادټولنې اوسولې لپاره پوخ اونه ماتیدونکی بنسټ برابروي.


وړانديزونه

1. دولت بایدپه اتحادیوکې دبې وزلوخلکوتنظیم اوسازماندهۍ ته لومړیتوب ورکړي؛
2. دولتي اوغیردولتي نهادونه دبې وزلوخلکولپاره بایددوام لرونکي اومنظم تربیتي پروګرامونه جواړاوپه کارواچوي؛
3. دولت بایددکرنې پراختیابانک په عوض دکریدیت ملي اتحادیه جوړه اوملکیت ئې بې وزلوخلکوته وسپاري؛
4. دولت بایدپه خپله اوهم مرسته کونکې وهڅوي ترڅودملي کریدیت اتحادئې لومړنۍ پانګه منځ ته راوړی؛
5. دولت بایدډونران دې ته وهځوي چې خپلې ټولې مرستي ددولت له لارې ولګوي؛
6. وزیران دمنظمې هم غږۍ په چوکاټ کې ټول غیردولتي اړونده مؤسسات ترخپل نظارت اوکنترول لاندی راولي؛
7. داتحادیوغړي چې کوچنۍ پروژې مخ ته بیائې دکریدیت دترلاسه کولولپاره دوی باید پس انداز ولري اوهغه دیوه غوره معیارپه توګه وکاروي.
8. دملي کریدیت اتحادیه بایددخپلي مقرري له مخې اجراآت وکړي ؛
9. دملي کریدیت اتحادیه باید خپلې ټولې دندې داساسی قانون په پیروۍ اورعایت سره اجراکړي
.
Abstract


Poverty Eradication and Community Empowerment Mechanism
Poverty is a big disaster in the community which threatens the very essence of humanity poverty has poor economical, social, political, health, and psychological conditions which create obstacles against capacity building of the poor people and their empowerment. Very few people in the community have properties; however, because of their poor knowledge and non access to improved technologies the productivity level of their resources is very low which leads to poverty. The poor people condition and accumulation of wealth in the hands of rich people are the main reasons of prevailing poverty in the society.
Poverty cannot be eradicated without the direct efforts of the poor people unless they have access to resources and their capacity developed. The assistance provided by the government and institutions have not been effective in this regard, this is why poverty is on the increase. Although the poor people are the majority and has big potential power but their isolation and overall weakness, their power has has not been used in their empowerment therefore, it is essential that poor people become united in production and service enterprises for the purpose of achieving social coherence and self financial reliance. The government and institutions have to build up the capacity of the poor people along with that, the government to design and implement public projects, progressive tax, land reform and revolving credit through National Credit Union. This would help in ensuring all around justice, peace and prosperity in the society.
اخځلیکونه
۱.احمدزی ، زاهدی . (۱۳۸۱). اسلامی اقتصاد او غربت . 
۲.بهرام ، غلام محمد . (۱۳۸۵). په کرنه کی د اداری منجمنت اساسات . دکابل پوهنتون نشرات، کابل - افغانستان .
۳.نجیمی ، بشیر احمد . (۱۳۸۸ ). د معاصر اسلامی اقتصاد پیژندنه .
4. Arrow, K.P. Evaluating projects and Assessing Sustainable Development in Imperfect Economy.India.2003.
5. Button, Vernonw. Integrated Rural Development Programs. India. 1984.
6. Nagendra P. Singh, B.P.Sina, Atul Shekhar .Community banking through Self Help Groups Linkage. India. 2009.
7. Nor gaard, Richard B. Development Betraged. The End of Progress and a Co evolutionary Revising of the Future. New York . 1994.
8. Thapliyal B.K. Rural Society and Sustainable Development. University of Hyderabad, Hyderabad. May 2010.
9. World Bank. Reaching the Rural Poor. A. Renewed Strategy for Development. Washington D.C .2003.
10. World Bank.  Rural Development from Vision to Action. Washington D.C.1997.
11. Wimberly, R. Policy Perspectives and Sound Agricultural and Rural sustainability. 1993.

0 Comments:

Post a Comment

Subscribe to Post Comments [Atom]

<< Home